د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بیني حصار څخه تر بګراميو پورې د نښلوونکي سړک د کانکریټ چارې پیل شوې

13107.jpg (1200 × 675)

د کابل ښار د اقتصادي ودې او ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار څخه د بګرامیو تر پله پورې د (۷۵۰۰) مترو په اوږدوالي او (۸)مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک کانکرېټ چارې پیل، او ټاکل شوې ده چې د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د یاد سړک په جوړېدو سره به د کابل- لوګر په سړک ترافیکي ګڼه ګونه کمه او د شیوه کي، رحمن مېنې، ګل بته سیمې او د کارته نو تپې ته څېرمه اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنه کوي