د کابل ښاروالۍ د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د رواني اونۍ د یکشنبه او دوشنبې په ورځو د (ښه ښاري اوسیدونکي څوک دي) ترعنوان لاندې د عامه پوهاوي کمپاین د زده کونکو د پوهي کچي لوړولو په موخه د دریمي او دوهمی ناحیو اړوند سیمو کی د اریانا او رابعه بلخي ښوونځيو کې ترسره شو. په دغه کمپاین کې عمومي مالومات د ویډیويي کڅوړو، پوسترونو او مجلو له لاري لکه د ترافیکي نښو پيژندنه، د سړک او پلي اصول او مقررات، تنظیفي او ښيرازي په اړه مالومات ګډونوالو ته وړاندې شول ترڅو ښاري فرهنګ وده وکړي. د یادونې وړ ده چې په دي کمپاین کې د ښاري فرهنګ د ودي په خاطر د ځینو هنرمندانو له لوري تمثیلي ټوټي هم نندارې ته وړاندې شوي.