الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې جوړولو پروژه په معیاري توګه د پلې کېدو په حال کې ده

13115.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د پروژې چارې، د کوتل له سر څخه د مزار هډې په لوري، د (۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو سور سره په معیاري او اساسي توګه روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ هڅه کېږي چې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د دغه سړک د یوې لیکې بنسټیزې چارې هر څه ژر بشپړې او قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتي، پلې لارې، د بايسکل چلولو لیکې، ګلدانونه، تم ځایونه، په سړک باندې دکرښو اچول، د ترافيکي نښو نصبول او د یوه معياري سړک نور جزئيات شامل دي.  دکابل ښاروالۍ مسؤلین د دغې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه فني او تخنیکي څارنې کوي، ترڅو له یوې خوا د کار کیفیت تضمین، او له بلې خوا پروژه په  ټاکلي وخت بشپړه شي