الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي

13121.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له دارالامان مانۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د ګل باغ سړک د لومړۍ برخي د جوړولو او پراختیا چارې په بنسټيزه توګه روانې دي او هڅه کیږي چې هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک چې، (۳۱۷۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. یاد سړک د ښار د معیاري او تلپاتې ودې او د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی او په راتلونکې کې به تر کابل- لوګر سړک پورې دوام ورکړل شي