د کابل ښاروالۍ له خوا د څه باندې (۵۳) میلیونه افغانیو په لګښت، د لومړۍ ناحيې اړوند د منډوي سړکونو د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې. د لومړۍ ناحيې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې هکله وويل: دغه سړکونه به د (۱۰) میاشتو په موده کې جوړ او ورسره جوخت به هټيوالو او ښاريانو ته ګڼې آسانتياوې رامنځته شي. د کابل ښار د منډوي دننه سړکونه په ټولیزه توګه (۱۳۳۰) متره اوږدوالی او له (۱۰) څخه تر (۱۴) مترو سور لري، چې د لښتیو او پلولارو جوړول هم پکې شامل دي. دغه سړکونه د پل باغ عمومي، پل خشتي جومات، میوند واټ، چنداول، باغبان کوچه او د شاه دو شمشیره پله سره نښلول کېږي. د کابل ښار منډوي تر ټولو لوی سوداګریز مرکز دی، چې تر زرو زیاتې سوداګریزې ودانۍ او سرایونه پکې شتون لري او هره ورځ نږدې یو میلیون ښاریان د پېر او پلور لپاره ورته تګ راتګ کوي. له تيږو څخه جوړېدونکي سړکونه له یوې خوا له لوړ مقاومت څخه برخمن ويٍ، او بل خوا تر ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د یادولو وړ ده چې، د دغو سړکونو په جوړولو کې د هېواد دننه له تولید شویو تيږو څخه کار اخیستل کیږي
په کابل منډوي کې د سړکونو جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې