د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي

13132.jpg (1820 × 1024)

د قلعه شانان سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ او لوړ کیفیت سره روانې دي، څو قیرکولو ته چمتو شي. دغه سړک چې له قلعه زمان خان څخه تر حربي پوهنتون پورې (۲۱۰۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، تر اوسه یې د (۱۵۰۰) مترو په اوږد والي یو لیکه قیر شوې او پاتې برخه به یې په نږدې راتلونکي کې هم قیرکولو چمتو شي. پاتې دې نه وي چې، د دغه سړک په اوږدو کې د (۸۵۰) مترو په اوږدوالي، د (۲،۴ )مترو په سور د یوه کانال، او د (۶۰) مترو په اوږدوالي، او د (۱۸،۴) مترو په سور سره د موترو د تګ راتګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې هم روانې دي