د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ملي موزیم ته څېرمه د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

13136.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاورالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست لخوا د شپږمې ناحیې اړوند ملي موزیم ته څېرمه د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې. د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په دې هکله وویل: د یاد سړک ځینې برخې چې د وخت په تېرېدو زیانمنې شوې دي، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په اساسي توګه د بیارغولو چارې پیل شوې. نوموړي زیاته کړه، دغه سړک چې (۹۰۰) متره اوږدوالی او له (۹) څخه تر (۱۲) مترو پورې سور لري، دواړو خواوو ته یې د لښتيو بیا رغول او د جدولونه نصبول هم شامل دي. د ملي موزيم سړک د دهمزنګ – دارالامان سړک څخه پيل او د کليو د پراختيا وزارت له مخي څخه د پل سوخته – دارالامان سړک سره نښلول شوی دی