د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې اړوند سیمو کې د سړک او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې

13144.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شلمې ناحیې د لومړي، شپاړلسم او اوولسم ګذر اړوند په چرخ آب او نو نیاز سیمو کې د سړک او کوڅو د کانکریټ کولو (۳) پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د شلمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور عمري د یادو پروژو له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: اوس مهال د سیمې د اوسېدونکو ټولنیزې ستونزې حل او دوی ته ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوې رامنځته شوې دي. دغه راز نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو کوڅو او سړکونو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي د دغو پروژو په اړه وویل: په لومړي ګذر کې دکانکرېټ کولو پروژه (۶۰۰) متره اوږدوالی او له (۳.۵) څخه تر (۵.۵) مترو پورې سور، په ۱۶م ګذر کې د کانکرېټ کولو پروژه (۵۸۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور او په اوولسم ګذر کې د کانکرېت کولو پروژه (۵۲۶) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري چې، د لښتیو، او اوسپنیزو پوښونو په ګډون د نږدې (۲۳ ) میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، یادې پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه پلې شوې