د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک جوړولو چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول او د لښتیو جوړول پکې شامل دي روانې دي. دغه سړک چې، (۹۳۹۸) متره اوږدوالی او (۶۰ ) متره سور لري، د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو، د څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به تر راتلونکو شپاړلس میاشتو پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې جوړول، د کابل ښار دختیځ زون اقتصادي دهلیز ده چې، په نږدې راتلونکې کې به یې له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شي
د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې روانې دي