الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سطحي اوبو د مدیریت په موخه (۳۲) منهولونه جوړ شول

13148.jpg (1820 × 1024)

د سطحي اوبو د مدیریت او د لښتیو پاکولو پر مهال دآسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري  د پنځمې او شپږمې ناحیې اړوند د کوټه سنګي- پُل سوخته- دارالامان سړک په اوږدو کې (۳۲) منهولونه ( د لښتیو په اوږدو کې مقطع) جوړل شول.  د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په دې اړه وویل: دغه کار د زیانمنونکو برخو تر پېژندلو وروسته چې، سړکونو ته د اوبو راختلو لامل ګرځي په معیاري توګه ترسره شو. نوموړي زیاته کړه چې، د اړتیا په صورت کې به د یاد سړک په اوږدو کې لښتي په آسانه توګه پاک شي او  بیا ځلي به په یادو سیمو کې سړکونو ته د اوبو راختلو شاهدان و نه اوسو. د سطحي اوبو د مدیریت په پروژه کې، د سطحي اوبو د سیستمونو ساتنه او بیارغونه، د منهولونو او سلبونو جوړول او له کانالونو سره د لښتیو نښلول شامل دي چې، د ښار په زیانمنونکو برخو کې د پلې کېدو په حال کې ده