د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک د خاورینې برخې د جوړولو چارې روانې دي

13167.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل – جلال آباد سړک په اوږدو کې تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د خاورینې برخې د جوړولو چارې روانې دي. دا مهم سړک  د ۲۷۹۴  مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د ۱۴۵۰ مترو په اوږدوالي، له ۲ څخه تر۲.۵ مترو پورې په سور او د۱.۱۰ او ۱.۶۰ مترو په ژوروالي سره د یوه کانال، د ۴۲ او ۵۰ مترو په اوږدوالي او له یو څخه تر۳ مترو پورې په سور سره د (۳) کوچنیو پلونو په ګډون جوړېږي. په همدې توګه د سړک جوړونې په دې پروژه کې  لښتي، ګلدانونه، د بایسکل چلولو لیکې، تم ځایونه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم په پام کې نیول شوي دي چې، د راتلونکي کال تر نیمايي پورې به یې چارې بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل- جلال آباد سړک، مکروریانو څلورلارې، صحت عامې څلورلارې د او هوايي ډګر د څلورلارې ترافیکي حجم ووېشل شي او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي