د کابل ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي( میرویس میدان) پورې د ۳۲۲۶ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ له دهبوري څلورلارې څخه د برښنا شرکت پر لور د یاد سړک بنسټیزې چارې ښه پرمختګ لري او ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. ورته مهال له دهبوري څلورلارې څخه د کوټه سنګي (میرویس میدان) په لور او برښنا شرکت څخه د دهمزنګ څلورلارې په لور د یاد سړک د پاتې خاورینې برخې د هوارولو او د برښنايي شبکو د لېږد چارې روانې دي ترڅو دا برخه هم قیر کولو ته برابره شي. دغه پروژه چې د یوه معیاري سړک ټولې برخې پکې شاملې دي، د روان کال په بهیر کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالي پلان لري ترڅو هرڅه ژر له دهمزنګ څلورلارې څخه تر پُل ارتل او جوی شیر پورې یاد سړک په اساسي او معیاري توګه جوړ کړي
له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي