ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د ۹۱۰ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او هڅه کیږي چې، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ورته مهال د یاد سړک په اوږدو کې د ډیزاین له مخې په دوه لینونو کې د ۳۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د یوه پله د جوړولو کار هم روان دی چې، په بشپړېدو سره به یې د برچي سړک، د کارته چهار ۳۰ متره سړک، د ګولايي دواخانې سړک او د کوټه سنګي څلورلارې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی راشي
له پُل سوخته څخه د پُل سرخ پر لور د سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي