د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دوه ویشتمه ناحیه کې د کانکرېټ په بڼه د دوه پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

13180.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د دوه ویشتمې ناحیې په لومړي ګذر نو آباد، او څلورم ګذر قلعه ره باز سیمو کې د کانکرېټ په بڼه د دوه پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: په لومړي ګذر کې فرعي سړک ۹۳۵ متره اوږدوالی او په څلورم ګذر کې ۷۰۰ متره اوږدوالی او له ۳.۵ څخه تر ۴.۵ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې د ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، په دې پروژو کې هره ورځ ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه. ورته مهال د دوه ویشتمې ناحیې د ښاري پراختیا آمر انجنیر فضل واحد صافي وویل: د دې فرعي سړکونو په جوړېدو سره به د یادو سیمو د اوسېدونکو د خاورو او خټو ستونزې هوارې او ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د یادو نویو جوړو شویو فرعي سړکونو ساتنې ته پام وکړي