د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې د ۴۷ ګذر اړوند په قلعه حسن خان پائین سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړک چې (۷۵۲) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، دواړو خواوو ته یې د لښتیو او د (۱۱۶) مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول هم شامل دي، چې د څلورو میاشتو په موده کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو سیمه ییزې ستونزې هوارې او ګڼو کسانو ته به کاري بوختیاوې رامنځته شي
په اتمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې