د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړونې پروژو له کاري پرمختګ څخه لیدنه وکړه

14 میزان 1403

13186.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې، له لب جر څخه تر سرای شمالي، له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه د ګمرک تر سیمې، د مکروریانو له څلولارې څخه تر تنګي غارو، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي او له ذاکرین ښارګوټي څخه د قرغې تر سړک پورې د نویو جوړېدونکو سړکونو له کاري پرمختګ څخه لیدنه وکړه او پر مسئولانو یې ټینګار وکړ چې، په کار کې غفلت او د کیفیت نشتون د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ښاریانو ته د منلو وړ نه دي او د سړک جوړونې پروژې باید د ډیزاین او تخنیکي سندونو له مخې په ټاکلي شوي وخت، په لوړ کیفیت او معیاري توګه ترسره شي. نوموړي قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې، د کار د چټکوالي او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه دې د سړکونو جوړولو پروژو چارې د شپې مهال هم تنظیم شي او د سړکونو په اوږدو کې دې د ګڼه ګوڼې د کمښت لپاره بدیلې لارې چارې ولټوی. دغه راز کابل ښاروال اړوند مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې له هرې ممکنې لارې دې هڅه وشي ترڅو د سړک جوړونې یو شمېر پروژې د ژمي  تر رارسېدو وړاندې بشپړې او د ترافیکو پرمخ دې پرانیستل شي. د یادونې وړ ده چې. د کابل ښاروالۍ مشرتابه د پروژو له بېلابېلو پړاونو څخه څارنه کوي ترڅو یادې پروژې په معیاري توګه بشپړې او په چارو کې ځنډ رامنځته نشي