د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شير پور سړک د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې پیل شوې

13188.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له مخکنۍ خبرتیا وروسته، د لسمې ناحیې اړوند د شير پور سړک د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د شته استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو د پاکولو چارې دیاد سړک په اوږدو کې د میشتو ښاریانو له لوري پیل شوې. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري په دې اړه وویل: له نیکه مرغه د یاد سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو په خپله خوښه د ښاروالۍ د خبرتیا په پام کې نیولو سره د خپلو ملکیتونو د پاکولو او خالي کولو په اړه اقدام کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې،د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې، د شیرپور له دویم سړک څخه د شهرنو تر شهید څلورلارې پورې د (۶۴۶) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د یاد سړک د جوړولو او پراختیا چارې پیل کیږي. د شیرپور سړک چې د ښار په مرکزي برخه کې موقیعت لري، د ا.ا.ا له بریا مخکې د ټولو ښاري پلانونو خلاف  په کم سور سره جوړ شوی او ترافیکي ګڼه ګوڼه یې رامنځته کړې ده. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښار د سړکونو شبکې اصلاحي پلان اوس مهال د پلي کېدو په حال کې دی، چې د یوه مناسب او د اوسېدو وړ ښار ټولې منطقي اړتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي