الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبرخان سیمې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵م سړک د جوړولو چارې پیل شوې

13193.jpg (1820 × 1024)

د ښار د معیاري ودې او ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانیتاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري په ټولیزه توګه د (۱۱۶۰) مترو په اوږدوالي او له (۱۲) څخه تر (۱۳.۵) مترو په سور سره د نږدې (۳۴)میلیونه افغانیو په ارزښت د لسمې ناحیې اړوند د وزیرمحمد اکبرخان سیمې د دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري په دې اړه وویل: دغه سړکونه د وخت په تېرېدو سره په بشپړه توګه ویجاړ شوي چې، په بیا جوړېدو سره به یې د یادو سیمو د اوسېدونکو ستونزې هوارې او په ترافیکي بهیر کې به مثبت بدلون رامنځته شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړکونه چې د لښتیو او پلو لارو په ګډون له کانکریټ څخه جوړېږي، چارې به یې د (۶) میاشتو په موده کې بشپړې شي