د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې ۱۴م بلاک ته څېرمه د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې (۵۰۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، د لښتیو په ګډون به یې د جوړولو چارې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. دا پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه د پلي کېدو په حال کې ده
په احمدشاه بابا مېنه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي