کابل ښاریانو ته د ښاري او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د ۱۲م ګذر په هنګرها څلورلارې او ۲۱م ګذر د ګلوبل ښارګوټي په سیمو کې د کانکرېټ کولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شېرزاد په دې اړه وویل: دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې ځانګړی اهمیت لري چې، اوس مهال دوی ترانسپورتي او ښاري زیربناوو ته لاس رسی موندلی دی. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د ښاري تاسیساتو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه یې مخنیوی وشي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي د دغو پروژو په اړه و ویل: په ۱۲م ګذر کې فرعي سړک (۷۵۰) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر (۶.۵) مترو پورې سور او په ۲۱م ګذر کې فرعي سړک (۵۰۸) متره اوږدوالی او له (۶) څخه تر (۷) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۱۳)میلیونه افغانیو په لګښت، د (۳) میاشتو په موده کې بشپړې شوې
په پنځلسمه ناحیه کې د کانکرېټ کولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې وسپارل شوې