د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه د ګمرک تر سیمې پورې د سړک جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري

13207.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل – جلال آباد سړک په اوږدو کې د ګمرک تر سیمې پورې د (۲۷۹۴)  مترو په اوږدوالي او د (۶۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري. ټاکل شوې ده د دې سړک د یوې لیکې چارې د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د سړک جوړونې په دې مهمه پروژه کې د (۱۴۵۰) مترو په اوږدوالي، له (۲) څخه تر(۲.۵) مترو پورې سور، د (۱.۱۰) او (۱.۶۰) مترو په ژوروالي یو کانال، د (۴۲) او (۵۰) مترو په اوږدوالي، له یو څخه تر(۳) مترو پورې په سور سره د (۳) کوچنیو پلونو، او دغه راز د لښتيو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، او تم ځایونو جوړول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات  هم په پام کې نیول شوي دي چې، د راتلونکي کال تر نیمايي پورې به یې چارې بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل- جلال آباد سړک، مکروریانو ، صحت عامې او د هوايي ډګر په څلورلارو کې ترافیکي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي