د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نهمه ناحیه کې د کانکرېټ کولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

13216.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د نهمې ناحیې اړوند د ۱۱م ګذر د قلعه سادات او ۱۸م ګذر قلعه وزیر په سیمو کې دکانکریټ کولو دوه پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، دنهمې ناحیې مرستیال عبدالغفور غفوري او دسیمې د یو شمېر مشرانو له خوا  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.  د برنامو او پروژو د تنظیم رئيس په دې اړه وويل: په ١١م ګذر کې کوڅې (٨٥٠) متره اوږدوالى او له (٣ ) څخه تر(٣.٥) مترو پورې سور او په ١٨م ګذر کې کوڅې (٥١٣) متره اوږدوالی او له (٤) تر (٤،٥) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څه باندې (۹،۶) میلیونه افغانیو په لګښت د دریو میاشتو په موده کې جوړې شوې دي. نومړي زياته کړه، چې په راتلونکي کې به د ښاريانو د ستونزو د هوارولو په موخه ورته  نورې پروژې هم طرحه او پلي کړي. دغه راز د نهمې ناحيې مرستيال وويل، چې دغه پروژې د يادو سيمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په برخه ځانګړې اهميت لري، اوس دوی ته یو سالم ښاري چاپېریال او ګڼې آسانتیاوې رامنځ ته شوې دي او ښاریان باید له کابل ښاروالۍ سره د نویو جوړو شویو کوڅو په ساتنه کې مرسته وکړي تر څو یې د ژر ویجاړیدو مخه ونیول شي