د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د (۹۰۰) مترو په اوږدوالي او په دوه لیکو کې (۱۴.۵) مترو په سور له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې روانې دي. د دې سړک د فرعي لیکو (۶.۴) متره برخه د موټرو د تګ راتګ لپاره او پاتې نوره یې پلو لارو، ګلدانونو، د پلو لارو دهلیزونو، د بایسکل چلولو لیکو او ترافیکي نښو ته ځانګړې شوې ده. اوس مهال د سړک د یوې فرعي لیکې د خاروینې برخې دجوړولو او د بلې لیکې د کیندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي ترڅو یې قیرکولو ته زمینه برابره شي. ددغو فرعي سړکونو په جوړېدو سره به په سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ستونزې هوارې او د سیمو د اقتصادي ودې سربېره به ښاریانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې هم رامنځته شي
د تهیه مسکن له څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې روانې دي