د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایي څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د سړک جوړولو چارې چټکې روانې دي

13231.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې له ګولایي څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د (۷۲۸) مترو په اوږدوالی او (۴۰) مترو په سور سره د نوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه راز د یاد سړک په اوږدو کې د (۷۵۰) مترو په اوږدوالي، د یو متر په سور او د (۱.۳) مترو په ژوروالي سره یو کانال هم جوړېږي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ هڅه کیږي چې د یاد سړک د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، په یاده پروژه کې د لښتیو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي. د یاد سړک په جوړېدو سره به د احمدشاه بابا مېنې او امنیت ښارګوټي د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي