د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له هنګرها څلورلارې څخه تر لب جر (سلطان محمود غزنوي) واټ پورې د سړک د بیارغونې چارې روانې دي. د یاد سړک ځیني برخې چې د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، اوس مهال تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله بیا رغول کیږي. د یاد سړک د بیارغونې په چارو کې ( کرک سیلینګ) او قیر چارې شاملې دي ترڅو یې له بیاځلي ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. nد کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست به د ښار په کچه د هغو سړکونو د بیارغونې په اړه اقدام وکړي کوم چې بیا رغولو ته اړتیا ولري
له هنګرها څلورلارې څخه تر لب جر پورې د سړک د بیارغونې چارې روانې دي