الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیر آباد کانال د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د دوو پلونو د جوړولو چارې روانې دي

13240.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د هنګرها څلورلارې او قصبې سړک په اوږدو کې د(۱۲.۸) مترو په اوږدوالي او د (۱۲.۸) مترو په سور سره د وزیرآباد کانال د پاسه د دوو اساسي پلونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه راز له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې هم ښه کاري پرمختګ لري چې، لومړۍ طبقه قیر چارې یې بشپړې شوې دي او په نورو برخو یې کار روان دی. هڅه کیږي چې، د یاد سړک او پلونو د جوړلو چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ورسره جوخت به د کورنیو چارو وزارت مخې ته سړک، د هنګرها څلورلارې، د تایمني پروژې د پنځم سړک او نورو ورڅېرمه سړکونو ترافیکي ستونزې هوارې او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي