د بشپړ ښاري نظم رامنځته کولو په موخه د پنځلسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې ښاري سرغړنو او بې نظمیو ته رسېدونه وشوه. د یادې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین وویل: د څارنو په لړ کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو نرخونه له نرخنامې سره برابر کنترول شول او په همدې توګه د حفظ الصحې له اړخه د نانوایانو او قصابیو له فعالیتونو هم څارنه وشوه او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې
د پنځلسمې ناحیې د بازارونو نظم وڅارل شو