د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

13244.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې د پنځم ګذر د کارته نو تپې په سیمه کې د یو فرعي سړک کانکریټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د اتمې ناحيې مرستيال مولوي نورالحق حنفي په دې اړه وويل: دغه پروژه د يادو سيمو اوسېدونکو د ستونزو د هوارولو په برخه کې  ځانګړې اهميت لري او اوس دوی یو سالم ښاري چاپېریال او ترانسپورتي زیربناوو ته لاسرسی موندلی دی. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو څخه هيله څرګنده کړه، چې د خپلو سړکونو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي، څو یې د ژر ويجاړيدو مخه ونيول شي. همدارنګه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: دغه فرعي سړک چې، (۸۰۵) متره اوږدوالی او (۵.۴) متره سور لري، د لښتیو په ګډون د (۸،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶) میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړ شوی دی