الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

13248.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند د ده دانا له بازار څخه د چهلستون تر سړک پورې د ۱۳۴۸ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور د سړک جوړولو چارې په ښه کیفیت او چټکتیا سره روانې دي، او هڅه کېږي هرڅه ژر قیر او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د سړک جوړولو په دې پروژه کې د کانالونو، لښتيو، پلو لارو، ګلدانونو جوړول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي