الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په ښه کیفیت او چټکتیا سره روانې دي

13256.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې، د کوتل له سر څخه د مزار هډې په لوري د (۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰)  مترو سور سره په معیاري او اساسي توګه روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینوپه وینا؛ د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه به، د دې سړک د جوړولو چارې په دوه کاري شفتونو ( شپه او ورځ) کې ترسره او هڅه کیږي چې یوه لیکه یې هرڅه ژر قیر او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتي، پلې لارې، د بايسکل چلولو لیکې، ګلدانونه، تم ځایونه، په سړک باندې دکرښو اچول، د ترافيکي نښو نصبول او د یوه معياري سړک نور جزئيات هم شامل دي.د دغې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه فني او تخنیکي څارنې  ترسره کیږي، ترڅو له یوې خوا د کار کیفیت تضمین، او له بلې خوا پروژه په  ټاکلي وخت بشپړه شي