د کابل ښار د اقتصادي ودې او ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار څخه د بګرامیو تر پله پورې د ۷۵۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۸ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک کانکرېټ چارې په معیاري توګه روانې دي. د یاد سړک په جوړېدو سره به د کابل- لوګر په سړک ترافیکي ګڼه ګونه کمه او د شیوه کي، رحمن مېنې، ګل بته سیمې او د کارته نو تپې ته څېرمه اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنه کوي
له بیني حصار څخه تر بګراميو پورې د نښلوونکي سړک کانکریټ چارې روانې دي