د دولسمې ناحیې اړوند له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کیږي چې هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې ( ۲۰۰۹) متره اوږدوالی،( ۲۴، ۳۰ او ۴۰) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو، په سړک د کرښو اچولو، ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي
له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي