د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کارته سه سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو د جوړولو چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روانې دي

13271.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د شپږمې ناحیې اړوند د لومړي ګذرپه کارته سه سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو د جوړولو چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روانې دي. دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه (۱۱۲۸) متره اوږدوالی او له (۱۶ )څخه تر (۲۰) مترو پورې سور لري، د جوړولو چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ستونزې هوارې او بل خوا به د سیمې اوسېدونکو ته  ګڼې ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي