الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د سړک جوړولو ۳ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

13274.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د ۲۹، ۳۰ او۳۲م ګذر په قلعه جبار او بت خاک سیمو کې د سړکونو د کانکریټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیرمیرالرحمن ناصري، د یادې ناحیې د مسئولینو او د یو شمېر ځایي اوسېدونکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه،انجنیرمیرالرحمن ناصري د دولسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د ورته نورو پروژو د پیل کېدو خبر ورکړ او ویې ویل: کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو او سالم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو او کوڅو جوړولو نوې پروژې پیلوي، چې په پلي کولو کې یې د ښاریانو مرستو ته اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه،  په ۲۹م ګذر کې سړک د (۹۱۰) مترو په اوږدوالي، په ۳۰م  ګذر کې سړک د (۹۱۰) مترو په اوږدوالي او په ۳۲م ګذر کې سړک د (۸۰۰) مترو په اوږدوالي او له (۴) څخه تر (۶) مترو په سور سره، د لښتیو او یوشمېر  پلچکونو په ګډون، د (۳) میاشتو په موده کې د څه باندې (۲۱.۷) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته جوړ شوي دي.  د یادونې وړ ده چې، په دغو پروژو کې هره ورځ (۲۰۰) تنه ښاریانو ته دکار زمینه هم برابره شوې وه