د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک د قیر چارې روانې دي

 13278.jpg (1820 × 1024)

له قلعه زمان خان څخه تر حربي پوهنتون پورې د قلعه شانان سړک د قیر چارې په چټکۍ او لوړ کیفیت سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم ریاست د زیربنایي پروژو آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دغه سړک چې  (۲۱۰۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، تر اوسه یې د (۱۵۰۰) مترو په اوږد والي یو لیکه قیر شوې او اوس مهال یې د لومړۍ لیکې د پاتې برخې په ګډون د دویمې لیکې د قیر چارې پر مخ روانې دي او هڅه کېږي چې د ژمي تر رارسېدو وړاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. پاتې دې نه وي چې، د دغه سړک په اوږدو کې د (۶۰) مترو په اوږدوالي، او د (۱۸،۴) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې هم روانې دي. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک او پله په جوړېدو سره به د دولسمې او نولسمې ناحیو اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کابل - جلال آباد سړک، د مکروریانو څلورلارې او ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي