الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري

13284.jpg (1820 × 1024)

د کابل سیند په اوږدو کې له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې؛ ښه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده قیر چارې یې ډېر ژر ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛  دغه سړک چې (۹۱۰) متره اوږدوالی او (۳۰)  متره سورلري د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ شي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې د (۳۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ له لوري د یوه پله د جوړولو چارې هم روانې دي چې،  په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي