د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شلمه ناحیه کې د (۳) فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

13286.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شلمې ناحیې د ۶م، ۷م او ۸م ګذر اړوند په ګلباغ سیمه کې د (۳) فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحيمي په دې اړه وویل: په شپږم ګذر کې سړک (۴۵۰) متره اوږدوالی، په اووم ګذر کې سړک (۵۰۰) متره اوږدوالی او په اتم ګذر کې له تيږو څخه (۴۱۰) متره اوږدوالی او له (۷) څخه تر (۸) مترو سور لري چې، د لښتیو، استنادي دیوالونو او کوچنیو پلونو په ګډون یې د جوړولو چارې په ټولیزه توګه د (۲۷.۲) میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې. ورته مهال د شلمې ناحیې اوسېدونکو د یادو سړکونو له جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې، اوس مهال یې د خاورو او خټو له امله ګڼې ستونزې هوارې شوې دي او ټولنیزو آسانتیاوو ته یې لاس رسی موندلی دی. دغه راز دوی ژمنه وکړه چې،د نویو سړکونو او نورو ښاري تاسیساتو د ساتنې په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي