الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شېرپور سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې

13299.jpg (1820 × 1024)

په ښاري سیمو کې د ترافیکي بهیر پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه،  د لسمې ناحیې اړوند د شېرپور سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې. دغه سړک چې، (۶۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، اوس مهال یې د خنډونو په پاکولو، کیندنې او خاورې لېږدولو کار روان دی. یاد سړک چې د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې جوړیږي، د شیر پور له دویم سړک څخه د شهرنو تر شهید څلورلارې پورې غځېدلی دی ، چې چارې به یې د روان کال په بهیر کې په معیاري توګه بشپړې او ورسره جوخت به په یاده سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.  کابل ښار اوس مهال د پرمختګ په حال کې دی او اړتیا ده چې،  ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوې یې جوړې او پراختیا ومومي