ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د کار د چټکتیا په موخه د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په دوه کاري وختونو ( شپه او ورځ) ترسره کیږي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل چې، د یاد سړک په اوږدو کې د میشتو ښاریانو او ګڼه ګوڼې ستونزو ته په کتو هڅه کیږي چې، د دې سړک یوه لیکه هرڅه ژر قیرچارو ته چمتو شي. نوموړي زیاته کړه چې، قراردادي شرکت هم ژمنه کړې ده چې، دا پروژه به له ټاکل شوې مودې مخکې په ښه کیفیت جوړ کړي. د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د روان کال د غويي میاشتې په نهمه نېټه د ۲۵۲۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره پیل شوې دي چې، تر دې مهاله یې ۴۰ سلنه چارې مخته تللې دي. دا سړک د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، کرښې اچولو د ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون جوړیږي او د پروژې د کار له کیفیت څخه د کابل ښاروالۍ انجنیران پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي ترڅو چارې یې په ښه کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړې شي
د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د شپې مهال هم تنظیم شوې