د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ملي موزیم ته څېرمه د سړک د بیارغونې چارې به ډېر ژر بشپړې شي

13305.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاورالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست لخوا د شپږمې ناحیې اړوند ملي موزیم ته څېرمه د سړک د بیارغونې چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي. دا سړک چې ۹۰۰ متره اوږدوالی او له ۹ څخه تر ۱۲ مترو پورې سور لري، دواړو خواوو ته یې د لښتيو بیا رغول او د جدولونه نصبول هم شامل دي د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په دې هکله وویل: د یاد سړک ځینې برخې چې د وخت په تېرېدو زیانمنې شوې دي، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله لومړی د سپس په شکل بیارغول کیږي او وروسته پرې قیر اچول کیږي. دا سړک د ملي موزیم له څنګ څخه پیل کیږي او له کلیو پراختیا وزارت څخه په تېرېدو له پُل سوخته- دارالامان سړک نښلول کیږي چې، د ښاریانو د تګ راتګ او د ترافیکي جریان د ویش په بهیر کې له خورا ارزښت څخه برخمن دی