د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک قیر چارې پیل شوې

13309.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر پشپړېدو وروسته، پرون جمعه، د روان کال د تلې میاشې په ۲۷مه نېټه، د اوومې ناحیې اړوند د ده دانا له بازار څخه تر چهلستون پورې د نوي سړک قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو د کیفیت د تضمین آمر انجنیر سید محمد احسان هاشمي په دې اړه وویل: د یاد سړک قیر چارې په لابراتوار کې د اساسي طبقو تر ټسټ کولو وروسته پیل شوې ترڅو، په معیاري توګه قیر او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. نوموړي زیاته کړه، دغه سړک چې، (۱۳۴۸) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د کانالونو، لښتيو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون جوړیږي او د پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کیږي. کابل ښاروالۍ او قراردادي شرکت هڅه کوي ترڅو دغه پروژه د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړه کړي. د یادونې وړ ده چې، د سړک له قیر کولو مخکې د خاورینې برخې ( سب ګرېټ، سب بیس، بیس کورس او سپرې) په اړه د جیولوجیکي( تست او لابراتوار) څېړنې ترسره کیږي. دغه راز د سړک قیر چارې چې، د بیندر کورس( لومړۍ طبقه) او ویرنګ کورس ( دویمه او وروستۍ طبقه) قیر چارې پکې شاملې دي، د پروژو او برنامو دتنظیم ریاست انجنیران د هغو د کیفیت د تضمین په موخه، له بېلابېلو پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې تر سره کوي