د شپږمې ناحیې د ۱۳م او ۱۴م ګذر اړوند په علي مردان سیمه کې په ټولیزه توګه د (۱۱۲۷) مترو په اوږدوالي او له (۳) څخه تر (۴.۵) مترو پورې په سور د څلورو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو دستونزو د حل او د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلي کېږي چې تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو پورې به بشپړه شي
د علي مردان په سیمه کې د څلورو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي