د کابل ښاروالۍ له لوري دکارته نو له درېیم سړک څخه د کارته نو تر تپې پورې د فرعي لیکو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه فرعي سړکونه چې، (۱۱۰۰) او (۱۵۰۰) متره اوږدوالی او (۹.۷) متره سور لري، د پلو لارو، لښتیو او د سړک یوې خواته د (۴۰۰) مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال او ګلدانونو په ګډون به د پنځو کاري میاشتو په موده کې جوړ او ورسره جوخت به په سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي
د کارته نو سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې روانې دي