ښاریانو ته د ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې ۱۴م بلاک ته څېرمه د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي او د (۷) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه اونیو پورې بشپړې شي. دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو دستونزو د حل او د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د پلي کېدو په حال کې ده
په دولسمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي