د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیوان بیګي له سیمې څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

13321.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د دیوان بیګي له سیمې څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې. دغه سړک چې د کمپنۍ سړک له برچي سړک سره نښلوي، (۱۷۳۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، او د یوه کاري کال په موده کې به په معیاري او اساسي بڼه جوړ شي.  د دغه سړک په اوږدو کې (۲۲۳) ملکیتونه استملاک شوي، چې د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقوق ورکړل شي.  دغه راز د یاد سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو د کابل ښاروالۍ د ټولګټو پروژو له پلي کېدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې، د استملاک شویو ملکیتونو په پاکولو او د دغه مهمې پروژې د پلي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د يادونې وړ ده، چې په دې پروژه کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه اساسي پله جوړول هم شامل دي