الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په نولسمه ناحیه کې د کوڅو جوړلو ۳ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

13323.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۱۹مې ناحیې د درېیم، څلورم او شپږم ګذر اړوند د تنګي غارو، تخنیک اکاډمۍ او ملا محمد بابا په سیمو کې د کانکریټي کوڅو د جوړولو درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي ددغو پروژو په اړه وویل: په درېیم ګذر کې کوڅه ( ۱۰۵۵) متره اوږدوالی، په څلورم ګذر کې کوڅه (۱۰۶۷) متره، په شپږم ګذر کې کوڅه (۵۳۰) متره اوږدوالی او  له (۳.۵) څخه تر (۶) مترو پورې سور لري، چې د لښتیو جوړولو په ګډون په ټولیزه توګه د (۲۳،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې جوړ او ورسره جوخت د سیمو د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې  او دوی ته ټولنیزې  آسانتیاوې برابرې شوې دي. ښاغلي رحیمي هيله څرګنده کړه، چې د يادو ګذرونو اوسېدونکي به د خپلو نويو جوړو شويو  کوڅو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي، څویې د ژر ويجاړيدو مخه ونيول شي