الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې په چټکۍ سره روانې دي

13333.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د (۹۳۹۸) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روانې دي ترڅو د سړک جوړونې د دې لویې پروژې چارې له ټاکلي وخت څخه وړاندې بشپړې شي. دغه سړک چې د کابل ښار د ختیځ زون له اقتصاډي دهلیزونو شمېرل کیږي، د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو، د څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به یې د جوړولو چارې تر راتلونکو نږدې پنځلس میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د یاد سړک لومړۍ برخه، د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې ده او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به یې له پکتیا کوټ څخه د تنګي غارو په لور د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شي