الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

13341.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل – جلال آباد سړک په اوږدو کې تر ګمرک سیمې پورې د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د سړک جوړونې په دې پروژه کې د لښتيو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، تم ځایونو جوړول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي چې د ژمي  تر را رسېدو وړاندې به یې د یوې لیکې قیر چارې ترسره او د ترافیکو پرمخ به پرانیستل شي