د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترافیکي زیربناوو د پراختیا په موخه، د شپږمې ناحیې اړوند د پُل سوخته څلورلارې د بیارغونې چارې روانې دي.nد دې څلورلارې هندسي جوړښت له دایروي بڼې څخه په تقاطع ( انترسکشن) بدلیږي چې، د ترافیکي نښو او څراغونو په نصبولو سره به یې په ښه توګه مدیریت وشي. ورته مهال له پُل سوخته سیمې څځه د پُل سرخ په لور د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې هم ښه کاري پرمختګ لري چې ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې (۹۱۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۳۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره په دوه لینونو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې هم روانې دي. ددې سړک او پله په جوړېدو سره به د پُل سوخته څلورلارې، د برچي عمومي سړک، د کارته چهار ۳۰ متره سړک، د دواخانې ګولایي سیمې او د کوټه سنګي ( میرویس میدان) څلورلارې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کمښت راشي
د پُل سوخته څلورلارې د بیارغونې چارې روانې دي