د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې

13353.jpg (1820 × 1024)

 د شپږمې ناحیې اړوند له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې د بنستیزو چارو تر بشپړېدو وروسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: د یاد سړک قیر چارې د موادو تر څېړلو او لابراتوار وروسته پیل شوې چې ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. نوموړي زیاته کړه، دغه سړک چې (۹۱۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سورلري، قیر چارې به یې په دوو طبقو (لومړۍ او دویمه) کې ترسره شي او له بېلابېلو پړاونو څخه یې په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې کیږي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې د کابل ښاروالۍ له لوري د (۳۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د یوه پله د جوړولو چارې هم روانې دي چې ډیر زر به بشپړې شي